IQNA

په قیامت کې د انسان  د اعمالو تجسّم

10:38 - February 20, 2024
د خبر لمبر: 3488749
ایکنا- ځيني داسې آيتونو او روایتونوڅخه  استفاده کیږي، چې بهشت اوجهنم په حقیقت کې د مومن د باطن او د هغه د اعمالو  تجسم او رابرسیره کیدا او ظهور دی،په دې معنا چې د جهنم عذاب او درد هغه ته د انسان د بدو اعمالو له بیرته ستنیدا پرته  بل څه نه دي او د بهشت نعمتونه هم  انسان ته د نیکو اعمالو له رجوع پرته بل شی نه دی.

قرآن کریم د قیامت د ورځې په باب فرمائي ؛  فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ؛  په دغه ورځ پر هیچا هیڅ ډول ظلم او ستم نه کیږي، له دې پرته چې ئې ترسره کړي  وي ،جایزه نه ورکول کیږي.(یس: 54).دغه مبارک آیت  په ډاګه فرمايي چې  د هرې یوې سا  جزا ،هماغه عمل دی،یعنی په حقیقت کې یو شی دی چې د یوه عمل په باؤر او د  بل اعتبار دی.

په یوه بل آیت کې د  په محشر کې د انسان د اعمالو دشتون  په باب فرمائي؛ يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِنْ سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا؛  هغه ورځ  چې  هرڅوک هغه څه چې ئې نیک عمل ئې  کړی وي،او هغه څوک چې بد کار ئې ترسره کړي،حاضریږي او هیله  کوي،چې ائ کاش د هغه او د بدو کارونو ترمینځ تر ډیره حده واټن وائ (آل عمران: 30). پردې اساس انسان په قیامت کې د بدو عملونو د ملکوتي څیرې په لیدو سره،هیله کوي ،چې د هغه  او د تجسم شوي عمل ترمینځ ډیره زیاته فاصله وائ.

په قیامت او بهشت کې د انسان  آرامښت هم همدغه شان دی، په قرآن کریم کې فرمائي ؛ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ؛هغه کسان چې  ایمان ئې راوړی  او  خپل ایمان ئې په ظلم سره (شرک سره) ککړ کړی نه دی،خوندیتوب یوازې له هغوی لره دی او هغوي هدایت شوي دي . (انعام: 82). یعنی هر هغه مومن انسان چې په دنیا کې د ایمان او  په خدآي د ډاډ په خاطر  ئې آرامښټ موندلی دی،له ناامیدئ او یا له اخلاقي سټریسونو ئې نجات موندلی دی ، په آخرت کې دالهي آرامښت په مقام کې دي ، پر دې اساس د مومن دغه ملکوت نفس  به بهشتي شکل سره ظاهریږي.

البته  هغه که  بهشت د مومون  دنفس د حقیقت ظاهر شونه  و  اعملونو تجسم  وګڼو او که  د عمل د جزا په توګه ئې حساب کړو، نیتجه هماغه یوه ده.په قرآن کریم کې فرمائيل شوي دي ؛ وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ؛ (په هغه ورځ) بهشت پرهیزګارو ته  نزدې کیږي او له هغوي هیڅ واټن نه لري.(ق: 31).  په داسې حال کې  بهشت ( د عملونو تجسم یا د عمل جزا) د پرهیزګارانو لپاره نزدې کیږي،  چې  له هغوي لیرې نه دی.نو د جهنم پّ ابب  هم فرمائي ؛نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ؛   د خدا وند د غضب د اور شعلې  چې  له زړونو پورته کیږي؛ د اور لَمبې  دهغه ته رسیږي. (همزه: 6-7).

captcha